ثناګل ګلزار
د ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیول جام د درې ورځنۍ سفر او نندارې په موخه د چهارشنبې په ورځ سهار کابل ته له راوړل کېدو وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولیږدول شو، چې ورپسې د دارالامان تاریخي ماڼۍ او د ورځې په پاي کې ملي راډیو ټلویزیون ته یوړل شو.

له ولسمشرۍ ماڼۍ وروسته دغه جام د غازي امان الله خان ماڼۍ ( دارالامان ماڼۍ ) ته یوړل شو، چې په دغه تاریخي ماڼۍ کې ملي لوبغاړو، د کرکټ مینوالو، د کرکټ د اکاډمیو لوبغاړو او د کرکټ بورډ چارواکو ګډون کړی وو، چې د نړیوال جام سره د انځورونو ترڅنګ د اتڼونو او خوښیو په څرګندولو سره یې دغه ستره خوشالي ونمانځله.

د کرکټ نړیوال جام د غوره مراسمو لپاره له کابله وروسته لومړۍ بامیان ته ولېږدول شو، چې په دغه ولایت کې د راوړل کېدو مراسم یې په ډېرو خوښیو سره ونمانځل شول.

په درېیمه ورځ دغه جام هرات ولایت ته ولېږدول شو او ورسره هم مهاله کندهار ته ولیږدول شو، چې بیرته بیا کابل ته راوړل کېږي او له کابله بیا متحده عربي اماراتو ته لېږدول کېږي.

دغه جام تر دې دمه د نړۍ بېلابیلو سیمو ته لېږدول شوی، چې له ډلې یې سرېلانکا، پاکستان، بنګله دیش او هندوسان ته لېږدول شوی دی.

د کرکټ نړیوال جام د لیږد پیل د مۍ میاشتې له ۳۰مې نیټې شوی او د جولاۍ میاشتې تر ۱۴مې نیټې پورې دوام کوي، چې بیا انګلستان او ویلز هېوادونو ته لیږدول کېږي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د روان کال په اپریل میاشت کې د غوراوي پړاو په ګټلو سره د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالیو ته لار وموندله.

د ۲۰۱۹ کال کرکټ پنځوس اورېز نړیوال جام سیالۍ د لسو هېوادونو د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د انګلستان او ویلز هېوادونو په کوربتوب د مۍ میاشتې په ۳۰مه نیټه پیلیږي