د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې لوبډلمشر سرفراز احمد ته د سهیلي افریقا خلاف دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې خپله ژبه بلا شوه.

سرفراز احمد په دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې د سهیلي افریقا ځوان لوبغاړي ته هغه مهال بدې ردې وویلې، چې کله افریقایي لوبغاړي د پاکستان هدف پوره کاوه.

په دغې لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه، پاکستانۍ لوبدلې په ۴۵ اعشاریه ۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۳ منډې وکړې، دې لوبه کې له سلو (۱۰۰) منډو وړاندې ۷ لوبغاړي اوټ شوي وو، خو د سرفراز ۴۱ منډو او د حسن علي ۵۹ منډو د پاکستانۍ لوبډلې منډې ۲۰۳ ته ورسولې.

په دې لوبه کې فېلوک وایو څلور پاکستاني لوبغاړي وسوځول او افریقا دوهمه یو ورځنۍ لوبه په ۵ وېکټو وګټله.

سرفراز ولې فېلوک وایو وښکځلو؟

کیسه داسې وه، چې افریقایي لوبډلې په لومړيو کې د پنځوسو منډو په اږدو کې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړي وو، لومړیو کې داسې ښکارېده، چې افریقا دا لوبه وبایلي او پاکستانی اړخ هم ډېر خوښ و، چې لوبه به ګټي. رېزا هېنډرېکس په ۵ منډو، هاشم امله په اته منډو، لوبډلمشر ډوپلېسي په ۸ منډو، ډېوېډ مېلر په ۳۱ منډو او هېنرېچ کلاسېن په صفر سوځېدلی و، خو؛ ون ډاون توپ وهونکي رسي وان ډر ډسېن تر وروستیو مقاومت وکړ؛ د پاکستانیو توپ اچوونکو هر ډول توپونه یې دفاع او ولوبول.

له ده سره په خوا کې الراونډر (اندایل فېلوک وایو) هم د دېوال په څېر ودرېد، هغه په ۸۰ توپونو د ۲ شپږیزو او ۷ څلوریزو په مرسته ۶۹ ناسوځېدلې منډې وکړې، له ده سره وان ډر ډسېن هم په ۱۲۳ توپونو ۸۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبډله دواړو لوبغاړو د پاکستان خلاف په ۵ وېکټو بریا ته ورسوله.

کله چې دواړه لوبغاړي د سپر په څېر مظبوط ودرېدل او د پاکستانیو بالرانو د هر ډول توپونو غشي یې دفاع کړل؛ نو د سرفراز د صبر کاسه راډکه شوه او فېلوک وایو پسې یې خوله راخلاصه کړه.

سرفراز وویل: «توره فېلوک وایو، ستا مور به اوس چېرته وي، هغې تاته کومه داسې دعا کړې، چې ته نن نه سوځېږې!»

دا خبرې سرفراز په ۳۸ م اور کې وکړې او افریقا په ۴۲ اورونو کې د پاکستان هدف پوره کړ. له لوبې وروسته د سرفراز خبرې فېلوک وایو ته ترجمه شوې، سرافراز خپلې خبرې په اردو ژبه کړې وې. اوس د لوبې مینه والو په ټوېټر د کرکټ نړیوالې شورا څخه غوښتي چې سرفراز ته سزا ورکړي.