د پاکستانۍ لوبډلې روزونکي مایکي ارتر د کرکټ نړیوالې شورا له خوا اخطاریه واورېده، د کرکټ نړیوالې شورا یو منفي پواینټ یا نومره هم ارتر ته ورکړې ده.

نوموړی د کرکټ نړیوالې شورا د اخلاقو د کوډ خلاف عمل کړی او د جمعې په ورځ د ټېست لوبې په دریمه ورځ د جرم مرتکب شو.

دا لومړۍ ټېسټ لوبه وه چې سهیلي افریقا په ۶ وېکټو وګټله.

ارتر د کرکټ نړیوالې شورا د دویمې مادې او اتمې فقرې خلاف عمل کړی لوبغاړو او لوبڅار سره یې د لفظي تاوتریخوالي څخه کار اخېستی دی.

دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه، چې د سهیلي افریقا لوبغاړو په دوهمه پاڼۍ کې توپ وهنه کوله، د ډین ایلګر د اوټ په مسله کې، ارتر د دریم لوبڅار یا د تلویزیون لوبڅار کوټې ته ورغلی او هغه سره یې شخړه کړې ده.

د تلویزیون امپایر یا لوبڅار جویل وېلسن و، چې د ارتر له خوا ورسره شخړه شوې ده.

له لوبې وروسته د ارتر دماغ سرته راغلل او بالاخره په خپله تېروتنه یې اعتراف وکړ او غلطي یې ومنله.

د ټولې لوبې څارونکي یا مېچ ریفري له خوا ورته یو منفي نومره ورکړل شوه او اخطار هم ورکړل شو، چې که بل ځل ارتر داسې چلند وکړي؛ نو عواقب به یې ښه نه وي.

وېلسن بیا په ارتر د لوبغاړو ۵۰ سلنه فیس جریمه هم کېښوده.

په دغې لوبه کې ایلګر نیمه سلیزه جوړه کړه او بیا اوټ شو؛ خو هاشم امله ۶۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او لوبه یې وګټله.

مایکي ارتر:
مایکي ارتر په ۱۹۶۸ م کال کې د می په ۱۷ مه نېټه په سهیلي افریقا کې زېږېدلی او د افریقا لپاره یې کورنی کرکټ یا ډومېسټېک لوبې کړي دي.
ارتر اوس ۵۰ کاله عمر لري او د پاکستانۍ لوبډلې کوچ یا روزونکی دی.

لوبڅار جویل شېلډن وېلسن:
دا اصل د ویسټ انډیز د ټرېنېډاډ د سیمې دی، چې په نړیوالو لوبو کې لوبڅاري کوي؛ نوموړی په ۱۹۶۶ م کال کې زېږېدلی دی او اوس ۵۱ کاله عمر لري.
هغه د کرکټ نړیوالې شورا لپاره په ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې لوبڅاري کړې.