د انګلینډ ملي لوبډلې د پخوانی لوبډلمشر انډري جوهن سټرس میرمنه رات مسډونالډ د ۴۶ کالو په عمر د سرطان ناروغۍ له کبله مړه شوه.

د سټرس میرمنه اداکاره وه، دواړو په ۲۰۰۳ کال کې واده کړی وو او د انګلینډ هېواد په مارلو سیمه کې اوسیدل.

د دوي دوه زامن دي، چې سئم د ۲۰۰۵ کال په ډسمبر میاشت کې زیږیدلی او لوکا د ۲۰۰۸ کال په جولاۍ میاشت کې زیږیدلی دی.

انډري سټرس له ۲۰۰۳ کال نه تر ۲۰۱۲ کاله پورې د انګلینډ ملي لوبډلې په ګټه لوبیدلی دی، چې د کرکټ په درېیو واړو فارمټونو کې د انګلینډ لوبډلمشر پاتې شوی دی.

سټرس د ۱۹۷۷ کال د مارچ میاشتې په دویمه نیټه د جنوبي افریقا په جوهانېسبرګ ایالت کې زیږیدلی دی، چې د شپږو کالو په عمر انګلینډ هېواد ته تللی و او اوس انګلینډ کې د ۴۱ کالو په عمر د دوو زامنو سره استوګن دی.