د کندهار فوټبال فدراسیون د مسؤلین وايي:
سبا د دوشنبې په ورځ د کندهار په احمدشاهي فوټبال لوبغالي کي د ۱۵ الف او غوره اې لوبډلو ترمنځ د سولي او یووالي په نوم د فوټبال سیالۍ پیلیږي، چي ۲نیمي میاشتي به دوام وکړي.
د کندهار فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخي په دې سیالیو کي یادو ۱۵ لوبډلو په دوو ګروپونو کښي ګډون کړی، چي په یوه ګروپ کښي ۸ او په بل کي ګروپ کښي بیا ۷ لوبډلي شتون لري، ددې سیالېو زیات جزیات په لاندې چمتو شوي انځوریز جدول کې هم کتلای شئ.
کومه لوبډله د کومې لوبډلې وړاندې لوبیږي، دلته یې لیدلای شئ.
هيره دې نه وي چې په دې ټورنمنټ (لوبلړ) کې هره ورځ یوه ـ یوه لوبه ترسره کیږي، چي سبا دوشنبه لومړۍ لوبه د استقلال او شیرزي فوټبال لوبډلو ترمنځ ماپښین ۳ بجي پيلیږي.
د یادلو وړ ده چي څو اونۍ وړاندي هم د یادو ۱۵ اې لوبډلو ترمنځ ګروپي سیالۍ جوړي سوي وې، چي د تیري پنجشنبې په ورځ د عینومیني فوټبال ټيم په اتلولۍ سره پاي ته ورسېدې.