د کرکټ نړیوالې شورا سرفراز احمد په نسل پرستانه جملو د ۴ لوبو د بندېز سره مخ کړ

عبدالله عادل

د سر فراز د سزا اړوند!
پاکستانی لوبډلمشر سرفراز نن د څلورو لوبو له بندیز سره مخ سو.

نوموړي افریقايي لوبغاړي ته د لوبي پر مهال سپک الفاظ کارولي وه چي له رسوا کېدو وروسته یې بخښنه وغوښته خو په بخښني کار ونسو او د ۴ لوبو له بندیز سره مخ سو.

سرفراز سره ددې چي په توپ وهنه کي ښه ندی ځلېدلی تر څنګ یې د خپلو لوبغاړو سره اړیکي هم دومره ښه نه دي اکثریت وخت پر خپلو لوبغاړو په غوصه کیږي چي دغه چاره یې پر هغوی د فشار اچولو سبب هم سوې.

نن د افریقا خلاف لوبه کښي د نوموړي پر ځای د لوبډلمشرۍ دنده شعیب ملک مخته یو وړه چي په ډېره ښه ډول یې لوبه کنټرول او پاکستانۍ لوبډله یې تر بریا ورسول.

د کرکټ ځیني مینوال د ۴ لوبو بندیز کم بولي!