د کرکټ نړیوالې شورا د پاکستان کرکټ ملي لوبډله جریمه کړه

آی سي سي یا د کرکټ نړيوالې شورا د پاکستان کرکټ  ملي لوبډلې ټول لوبغاړي چې په د اسټرالیا خلاف په وروستۍ سیالۍ کې ولوبېدل، له دې امله جريمه کړي دي، چې دوى د آسټراليا پر وړاندې په څلورمه يو ورځنۍ لوبه کې سست (ورو) اورونه ترسره کړي دي.

د پاکستان او آسټراليا ترمنځ څلورمه يو ورځنۍ لوبه پرون (٢٩ مارچ) په دوبۍ کې ترسره شوه، چې د پاکستانۍ لوبډلې له خوا پکې دوه لوبغاړو سليزې هم ووهلې، خو خپله لوبډله يې بريالۍ نه شواى کړاى او په څلورمه يو ورځنۍ لوبه کې هم آسټراليا په ٦ منډو بريا ترلاسه کړه.

خو د کرکټ نړيوالې شورا (آى سي سي) د پاکستانۍ لوبډلې ټول لوبغاړي له دې امله جريمه کړل، چې اورونه يې ډېر ورو ترسره کړي وو او د ټاکلي وخت نه يې زيات وخت اخيستى و.

د کرکټ نړيوالې شورا د يوې اعلاميې له مخې، د کرکټ د قانون د ٢.٢٢مې مادې تر مخه، د اورونو لپاره ځانګړى وخت ټاکل شوى دى او چې په دغه ټاکلي وخت کې اوور ترسره نه شي، نو به لوبغاړى جريمه کېږي. خو پاکستانۍ لوبډله خپل اورونه په ټاکلي وخت کې ترسره نه کړاى شول، نو همدا لامل دى چې ټول لوبغاړي يې جريمه شول.

د کرکټ نړيوالې شورا د دغه قانون تر مخه، د لوبډلې لوبډلمشر څخه به د لوبې د فيس شل سلنه او د نورو لوبغاړو څخه به لس سلنه د جريمې په توګه اخيستل کېږي.

د آى سي سي په دغه قانون کې دا يادونه هم شوې ده، که چېرته په راتلونکو دولس مياشتو کې، د پاکستانۍ لوبډلې لوبډلمشر عماد وسيم په مشرۍ کې دوى بيا ورو اورونه ترسره کړل، نو بيا کېداى شي پر عماد وسيم نور بندېزونه هم ولګول شي.

ياده دې وي چې پاکستان او آسټراليا په دوبۍ کې د پنځه يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ ترسره کوي، چې په څلورو لوبو کې آسټراليا پرله پسې پاکستان ته ماته ورکړه، پاکستاني دوه لوبغاړو په وروستۍ يو ورځنۍ لوبه کې سليزې هم ووهلې، خو خپله لوبډله يې بريا ته ونه شواى رسولى.