بهادرزاده بیا راګرځي

محمدهارون لیوال  -زابل

د افغان بوکس وهونکي ( سییر بهادرزاده) د یو اف سي په سازمان کې د سیالۍ کولو نیټه معلومه سوه.
د نوموړي سیالۍ به د روان ۱۳۹۸ کال د ثور پر ۱۵ نیټه چې د ۲۰۱۹ کال د مۍ میاشتي له ۴ نیټې سره سمون خوري، د کاناډا په اوتاوا ښار کې د ( طلب) په نوم یوه لوبغاړي سره ترسره سي.
سییر بهادزداه د احمدولي هوتک او بازمحمد مبارز تر څنګ یو له هغو لوبغاړو څخه شمیرل کیږي، چې د هیواد لپاره په رزمي لوبو کې یې ډېرې برياوې ترلاسه کړي دي.
د نوموړي وروستی سیالۍ د یو اف سي په قفس کې د تېر ۲۰۱۸ کال د ډیسمبر په ۳۰ نیټه د کارتیس ملندر په نوم له یوه لوبغاړي سره وه چې نوموړي په خپله ګټه پای ته رسولې وه.