د آی پي ایل په اتمه لوبه کې راشد خان د اتل رول ولوباوه

سمیع الله درانی
د آی پي ایل اتمه لوبه د سنرایزرز حېدراباد او راجستان لوبډلو ترمنځ په حېدراباد ښارکې ترسره شوه.
ددې سیالۍ پچه راجستان وګټله او په خپله یې لومړی توپوهنه ترسره کړه.

دې لوبډلې په شل اورونوکې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره د لوبډلمشر اجینکیا رهانی د ۷۰ منډو او د سنجو سامسون د ۱۰۲ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۱۹۸ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۹۹ منډو هدف په واک کې ورکړ.

راشدخان په توپ اچونه کې په خپلو ۴ اورونوکې ۲۴ منډې ورکړې او جاس بټلر یې کلین بولډ کړ.

حېدراباد دا هدف په ۱۹ اورونوکې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د ډېوېډ وانر ۶۹ ، جاني بېرسټو ۴۵ او د راشدخان د ۱۴ ناسوځېدلو منډو په مرسته پوره کړ او راجستان ته یې په ۵ وېکټو ماته ورکړه.


د لوبې غوره لوبغاړی راشدخان ارمان ونومول شو.