د هند په آی پي ایل کې د لوبڅارۍ پر سر لانجې د خبرونو سر ټکي ګرځېدلي

د هند غوره لیګ سیالۍ د تېرې شنبې په ورځ د مارچ په ۲۳مه نېټه پېل شوې چې تر دې دمه په کې اووه سیالۍ ترسره شوي، خو بېلا بېلې لانجې یې د خبرونو د سر ټکي ګرځېدلي دي.

تېره ورځ د رائل چیلنجر بنګلور او ممبۍ انډینز ترمنځ د سیالۍ په وروستي توپ چې د بنګلور لوبډلې ته د ۷ منډو اړتیا وه، توپ اچونکي لاست ملنګا «نو بال» واچوه خو لوبڅار ورنکړ، حیرانونکې دا وه چې له کتلو او ثابتولو وروسته هم نو بال ورنکړل شو چې د لوبډلمشر ویرات کوهلي د قهر لامل وګرځېد.

ویرات کوهلي له لوبې وروسته د خبرو پرمهال وویل: دا کلبي سیالۍ نه دي، بلکې د نړۍ تر ټولو ستر لیګ آی پي ایل سیالۍ دي، لوبڅار باید خپلې سترګې خلاصې کړي».

که چیرې دغه نو بال ورکړل شوی وای، توپوهنې ته به ای بي ډیویلیئرز ولاړ شوی وای، یو اضافي منډه او یو اضافي توپ به ورکړل شوې وای او وروستی توپ به فري هیټ و، چې په کې د بنګلور لوبډلې ته د بریا ستر چانس ورکول کیده.

ویرات کوهلي زیاته کړه: دا یوه ډیره بیکاره پریکړه وه، د توپ اچونکي پښه یو انچ له کرښې لرې وه، لوبڅاران باید ځير شي او سمه پریکړه وکړي.

له بلې لورې په همدې لوبه کې د ممبۍ لوبډلې مشر روهیټ شرما هم له لوبڅارانو څخه ناخوښي ښکاره کړه او ویې ویل چې «د جاسپریټ بومرا په توپ د لوبڅار لخوا وایډ ورکړل نه شو چې دا یوه ناهیلي کونکي پریکړه وه، او دغه ډول پریکړې د لوبې اړخ بدلولی شي».

د همدغې سیالۍ په ۱۹م اور کې چې د جاسپریټ بومرا لخوا ترسره شو لوبڅار په داسې حال کې د وایډ اشاره وکړه چې دغه توپ د وایډ له کرښې داخل و، دغو پریکړو لوبڅاران له یو شمېر نیوکو سره مخ کړل.

همدا ډول څو ورځې وړاندې د کینګز الیون پنجاب او راجستان رائلز لوبډلو ترمنځ سیالۍ کې د راجستان لوبډلې لوبغاړي جویس بټلر د هدف په بشپړولو کې غوره توپوهنه پېل کړې وه چې د اشوین لخوا په متنازع ډول وسوځېد.

د کرېکټ په نړۍ کې د اشوین پر دغه کار بېلا بېلې نیوکې وکړې خو ځینو نورو دغه کار یو اصولي عمل وباله، په دغه لوبه کې د پنجاب لوبډلمشر د توپ غورځونې پرمهال لا له لوبڅار څخه نه و تیر شوی چې توپوهونکی له کرښې د منډې جوړولو لپاره ووت، اشوین ددې پرځای چې توپ واچوي بیرته راوګرځېد او ویکټ یې ووهله چې په دې سره بټلر وسوځېد.

که څه هم د کرېکټ نړیوالې شورا د قوانینو له مخې د اشوین دغه کار چې په کرېکټ قانون کې ورته مینکادید «Mankaded» ویل کیږي- د اصولو سره سم دی خو په ټولنیزو رسنیو او د کرېکټ شنونکو دغه کار د کرېکټ سپریټ او روح پر ضد او ناځواني بللې، خو ځینو نورو وویل که هر څنګه وي خو د کرېکټ اصول، اصول دي او باید مراعات شي.

په دغه سیالۍ کې د پنجاب لوبډلې د راجستان لوبډلې ته د ۱۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه، چې د جویس بټلر متنازع سوځېدنه ددوی د ماتې لامل شوه.

د هند غوره لیګ سیالیو دولسم پړاو د لوبو پېل کیدو سره سم نه، بلکې په دغه هېواد کې د ټاکنو له کبله چې په اپریل او مۍ میاشت کې ترسره کیږي.