مجیب ځدران په ملي لوبډله کې تر ټولو کشری دی، نوموړی ایله اوس ۱۸ کلن شو

خان وزیر عابد

د افغان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی مجیب الرحمان اتلس کلن شو، مجیب الرحمان چې په مجیب ځدران هم شهرت لري، په افغان ملي لوبډله کې په ښي لاس ورو آف بریک توپ اچونه کوي. نوموړي په ډېر لږ وخت کې د ۱۹ کلنې لوبډلې څخه ملي لوبډلې ته لار پیداکړه او بیا ډېر ژر په بهرنیو سوداګریزو لیګونو کې هم ولوبېد.

افغان پیا وړی لوبغاړی مجیب الرحمان په ( ۲۰۰۱) میلادي کال کې د افغانستان په خوست ولایت کې زېږېدلی دی. دې  په افغان ملي لوبډله کې خپله  لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه په ( ۲۰۱۷)  میلادي کال د ډېسمبر میاشت پر پنځمه نېټه د ایرلینډ خلاف ترسره کړې وه چې په هغې لوبه کې دی ډېر ښه وځلېد او د مخکې تګ چانس یې پیدا کړ.

مجیب الرحمان خپله لومړني نړیواله شل اوریزه سیالي په (۲۰۱۸) میلادي کال د فبرورۍ پر پنځمه نېټه د زمبابوې خلاف ترسره کړه.

نوموړي د افغانستان ملی لوبډلې ترڅنګ په بهرنیو سوداګریزو لیګونو کې هم لوبېږي، دی اوس د هند به غوره لیګ کې د کینګز الیون پنجاب غړی دی همداراز د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې د بریسبین هېټ لوبډلې سره لوبېږي او د انګلستان په بلاسټ سیالیو کې د مېډل سېکس لوبډلې سره هم  تړون لري.

مجیب ځدراڼ په ډېر لږ وخت کې نړیوال ګوته پر غاښ کړي، مجیب په ملي لوبډله کې یواځینی ځوان لوبغاړی دی چې په شپاړلس کلنۍ کې ملي لوبډله ته راغلو، او  په ټوله کې د افغان ملي لوبډلې لپاره تر دې دمه دوه کاله نړیوال کرېکټ کړی چې په نړیواله کچه یې ځان ثایت کړی دی.

مجیب الرحمان د افغانستان لپاره تر دې وخته په یو ورځنیو او شل اوریزو او یوې ټېسټ سیالۍ کې ټول ( ۶۳ ) لوبغاړي سوځولي دي، چې په یوې ټېسټ لوبه کې یو لوبغاړی سوځولی، په (۳۱) یو ورځنیو سیالیو کې تر دې دمه (۵۱) لوبغاړي سوځولي دي او همداراز په نهه شل اوریزو لوبو کې (۱۱) لوبغاړي سوځولي دي.

مجیب ځدران د هند په غوره لیګ کې هم همدا مهال لوبېږی د ده دا دوهم ځل دی چې په ای پي ایل کې لوبېږی او ښه ځلېږي هم.