په ۴ بالونو د ۹۲ منډو ورکوونکي ته سزا اعلان شوه

خبریال: فضل رحیم رحیمي – په څلورو توپونو ۹۲ منډو وروکولو والا بنګله دیشي بالر له لس کاله بندېز سره مخ شو.

دغه توپ اچونکی سجن محمد نوميږي، د بنګله دېش په کورنیو لوبو کې د لوبڅار یا امپاير د غلطې پریکړې له امله په قصدي ډول په څلورو بالونو ۹۲ منډې ورکړې وې.

د بنګله دېش لالماتیا کلب، دغه توپ اچونکی تورن کړی چې د مقابلې لوبډلې توپ وهونکو ته یې په څلورو توپونو د هدف د پوره کولو موقع ورکړې وه.

 نوموړی مخکې کې ویلي و چي دا کار یې په قصدي ډول کړی، ځکه لوبڅار په لوبه کې غلطې پریکړې کولې.

د لوبغاړي ترڅنګ په یاد کلب د تل لپاره، پر لوبډلمشر او منجیر پنځه – پنځه کاله او پر لوبڅار بیا شپږ مياشتې بنديز لیګیدلی دی.

توپ اچونکي سجن محمود په دغه اور کې ۳۲ توپونه واچول چې له ډلې یې ۱۵ نوبالونه ،۱۳ پراخ بالونه چې ټولې پرې څلورېزې لګیدلې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *