د سن رایزرس له بایللو سره سره راشد خان وځلېد

تاند- د هند د غوره لیګ په سیالیو کې افغان لوبغاړي راشد خان ارمان نن که څه هم د سیال ټیم کوم لوبغاړی ونه سوځاوه، خو بیا یې هم د حیدراباد سن رایزر لوبډلې ته تر ټولو ښه باولینګ وکړ.

د حیدراباد سن رایزرس ټیم دا سیالي د ډیلي داریدیفلس پر لوبډلې په ۶ ویکټونو او ۶ توپونو وبایلله.

لومړی بیټنګ سن رایزرس وکړ، په ۲۰ اوورونو کې یې د ۳ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۸۵ منډې وکړې.

د ډیلي ټیم دا هدف د ۴ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په نولسم اوور او لومړي توپ پوره کړ.

په دې سیالۍ کې ډیلي ټیم ته تر ټولو لږ منډې راشدخان ورکړې.

ده په ۴ اوورونو کې ۲۴ منډې ورکړې خو نورو؛ کومار د یوه لوبغاړي د سوځولو ترڅنګ ۳۳، سراج د ۲ لوبغاړو د سوځولو ترڅنګ ۴۱، کاول د ۱ لوبغاړي د سوځولو ترڅنګ ۳۸ منډې ورکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *