ـــ تاند
د کرکټ نړیوالی شورا په تازه ترسره کړې پرېکړه کې د غیراخلاقي خبرو له کبله ویسټ انډيزی بالر شینن ګیبریل د ۴ نړیوالو ۵۰ اوریزه لوبو بندیز سره مخ کړ. د کرکټ یادې شورا شینن ته یاده سزا د غېر اخلاقۍ له کبله ورکړې ده.
نوموړي په درېمه ټيسټ لوبه کې د انګلستانۍ لوبډلې لوبډلمشر جو روټ خلاف غیر اخلاقي خبرې کړې وې، او نوموړي ته یی د هم جنس پرستۍ تانه ورکړی وه.
ګیبریل به اوس د ۵ پنځوس اوریزه لوبو د سیریز په لومړیو ۴ سیالیو کې به شتون ونه لري او د ۵مې لوبې لپاره به پرې بندیز لرې شي چی، د ۵۰ اوریزه لوبو لړۍ به د همدې روانې عیسوي میاشتې (فیبرورۍ) په ۲۰مه نیټه پیلیږي.
هېره دې نه وي چې د کرکټ نړیواله شورا د تعصب او دې ته ورته نورو غبرګونونو ښودلو په اړه سخت او توند درېځ لري، چې له کبله یې ډېری وخت لوبغاړي د یادې شورا له لورې د سزا سره مخ کیږي.