د بېګ باش نیمه پایلوبه او د افغان قیس احمد بریا

عبدالولي عمري

د اسټرالیا پر خاوره بختور قیس احمد نن په لمړۍ نیمه پایلوبه کي په خپلې بې سارې وړتیا د اسټرالیایي نندار چیانو او خپلي لوبډلي زړه ننوت
خو افغان کرکټ بورډ لاهم د قیس احمد پر وړتیا سترګي پټي کړې. استرالیا ته د وړتیا پر اساس غوښتل شوی ځوان ورو توپ اچوونکی قیس احمد د خپلي لوبډلي لپاره په خپلو ۴ ترسره شویو اورونو کې ۳۴ منډي ورکړې او د سیالې لوبډلې ۳ مهمې ویکټې یې ترلاسه کړې.

قیس احمد چي څه موده وړاندې د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کي ورته د لوبیدو چانس پیداشو، تر اوسه یې د خپلې لوبډلې لپاره درې لوبي ترسره کړي، چي په دې ۳ لوبو کي یې ۷۲ باله غورځولي او ۸۹ منډې یې ورکړي، خو په بدل کي یې بیا ۷ ارزښتناکې او قیمتي ویکټي هم ترلاسه کړي دي.

هېره دې نه وي چې د قیس احمد په ګډون د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ډېر نور پیاوړي لوبغاړي هم د نړۍ په بېلابېلو سوداګریزو لیګونو کې لوبیږي چې بې کچې مینه وال لري او تل یې د افغانستان نوم او ملي نښان ځلانده ساتلی دی.