د انګلستان په غوره لیګ کې ټاټنهام 4-0 کریسټال پالاس لوبډله په ګونډو کړه؛ نور هم شته…

محمود خان منندوی
ددې غوره لیګ په سیالۍ کې ټاڼتهام لپاره دوه ګوله هیونګ مین سون، یو ګول لامیلا او یو ګول خپله د کریسټال پالاس لوبغاړي په غلطۍ سره خپل پر لوبډله ولګاوه.

ټامي ابراهام په 21 کاله او 347 ورځو عمر لرلو سره د چیلسي د تاریخ ځوان لوبغاړی شو، چې د انګلستان په غوره لیګ کې یي هټریک وواهه.
کریم بنزما روان 2019 کال په لالیګا کې 19 ګولونه لګولي.
په یوه کال کې د هغه د لګېدلو ګولونو ښه کال 2011 وو (22 ګولونه).
ایټالیا کي په لومړي ځل ریبري او رونالډو سره مخامخ شول.
ټیاګو الکانټارا نن د بایرن میونیک لپاره 200 لوبې پوره کړې.
فیورنټینا د سیر اې په اخیرو 17 لوبو کې هیڅ لوبه نه ده ګټلې. دا د سیر اې په تاریخ کې د دوی تر ټولو بد ریکارډ دی.
فیورنټینا د یوونټوس څخه تر 4 پرلپسې ماتو وروسته نن د یوونټوس سره لوبه مساوي کړه. یوونټوس د ملي لوبډلو تر لوبو وروسته په اخیرو دریو لوبو کې د نورو لوبډلو په لوبغالو کې د میلمه په توګه بریا نه ده ترلاسه کړې. (2 مساوي او یوه ماته)
نوروویچ سیټي د انګلستان په غوره لیګ کې 3-2 منچسټر سیټي ته ماته ورکړه.
مک لین، کنټول او پوکي د نوروویچ سیټي او اګویرو او روډري د منچسټر سیټي لپاره ګولونه ولګول.
ریال سوسیډاډ په لالیګا کې 2-0 و اټلاټیکو ماډریډ ته ماته ورکړه. دا د لالیګا روان فصل کې دا د اټلاټیکو ماډریډ لومړۍ ماته ده.
بایرن میونیک په بونډسلیګا کې د لیپیزیک سره لوبه 1-1 مساوي کړه.
لیوانډوسکي د بایرن میونیک له پاره او فورسبورګ د لیپیزیګ لپاره ګول ولګاوه.

مایورال:  ریال ماډریډ زما ټول ژوند دی او دا امکان نه لري، چې زه ګول پر ولګوم او خوشحاله شم. ( نن یي ګول پر ریال ولګاوه.)
منچسټر سیټي د 2015 کال د مارچ راهیسي د لومړي ځل لپاره د انګلستان غوره لیګ ته د تازه صعود سوي لوبډلې څخه ماته وخوړه.
تر نورویچ سیټي مخکي منچسټر سیټي په 25 هغو لوبو کې ماته نه وه خوړلې، چې غوره لیګ ته یي د تازه صعود سوو لوبډلو پر وړاندې کړی وي.