ټاټنهام درې سیالۍ لري خو له چا سره؟ دا او ډېر نور هم شته

محمود خان منندوی

ګڼ شمېر ورزشي رسنېو خبر ورکړی دی چې ټاټنهام په غوره لیګ کې راتلونکو دریو لوبو کې د برایټن، نوروویچ سيټي او ساوهمپټن پر وړاندې لوبیږي. ټاټنهام په خپله لوبډله کې پیاوړي لوبغاړي لري.

د فیورنټینا کلب اعلان کړه، چې د پالرمو او ساسولو کلبونو پخوانی روزونکی جوزپي لاچیني په 18 میاشتني قرارداد د دې کلب نوی روزونکی وټاکل شو.

رسمي: سون هیونګ مین په تېره لوبه کې د سره کارډ د اخیستو او د چیلسي د لوبغاړي انټوني روډریګر د وهلو په خاطر په غوره لیګ کې د ټاټنهام سره راتلونکو دریو لوبو کې نه شي لوبیدلی.

د کریکټ نړۍ والي شورا د ټیسټ لوبو د توپوهونکو تازه درجه بندي اعلان کړه.

 زلاټان ابراهیموویچ په اسې میلان کې دوه فصله تېر کړل، خو بیا هم د دې کلب د پای یوې لسیزي غوره ګول وهوونکی دی.

ډيلي مایرر: د بایرن لورکوزن جرمني حمله کوونکی لوبغاړی کوین فولانډ او د لیسټر سیټي نایجریایی مرکزي لوبغاړی ویلفرډ انډيډي په ژمنېو نقل او انتقالاتو کې د ارسنال اصلي اهداف دي.

کیلیان امباپي د فرانس فوټبال مجلې له خوا د 2019 کال غوره فرانسوی لوبغاړی انتخاب شو.