د ټاټنهام او ایورټون لوبه 1-1 مساوي شوه

محمود خان منندوی

تېره شپه په غوره لیګ کې د ټاټنهام لپاره ډيلي الي او د ایورټون له پاره ټوسون ګول ولګاوه.

بارسلونا د 2002/03 فصل راهیسې تر اوسه د لالیګا په لومړیو 11 اوونیو کي درې لوبې بایللې دي.

 بارسلونا دې فصل کې د اټلاټیک بیلباوو، ګراناډا او لیوانټي څخه ماته خوړلې ده.

تېره شپه د ایورټون لوبغاړی انډري ګومز د سون هیونګ مین د خطاء پواسطه سخت ټپي شو، چې د ډېر وخت لپاره به د لوبو کولو قابلیت ونه لري. مین د دې خطاء وروسته هم وژړل او هم له لوبې څخه ووېستل شو.

د کواچ تر اخراج وروسته به د اولیمپیاکووس او ډورټمنډ پر وړاندې د بایرن میونیک روزونکی هانس ډیتر فلیک وي.

چیرو ایموبیلي د ټولو ټورنمنټونو په 147 لوبو کې د لاټزیو لپاره 100 ګولونه پوره کړل: 77 په راسته پښه | 11 په چپه پښه | 12 د سر پواسطه. تر کواچ وروسته، د والورډي، پوچټینو، سولشر او امري د اخراج احتمال هم شته.

تر 536 ورځو وروسته، روما او لاټزیو په یوه وخت کې د سیر اې په لومړیو څلورو لوبډلو کې یو ځای شوي دي.

په ټولو ټورنمنټونو کي د لاټزیو غوره ګول وهوونکي:

 سیلویو پیولا (149)

 جوزپي سینیوری (127)

 جورجو کینالیا (122)

 برونو جیورډانو (108)

 ټوماسو روکی (105)

 چیرو ایموبیلي (100 )

د جرمني د حذفي جام د درېیم پړاو پچه اچونه وشوه. دا لوبې د فبرورۍ په لومړۍ اوونۍ کې کېږي.