د کریسټیانو رونالډو ارایشګر ووژل شو

محمود خان منندوی

 د رونالډو ارایشګر ریکارډو مارکس فریرا چې د رونالډو د وریښتانو د اصلاح په خاطر ډېر مشهوره شوی و، په ډېره بیرونکې توګه وژل شوی دی.

 د پرټګال څخه د Correio da Manhã په نوم رسنۍ خبر ورکړی دی، چې د فریرا جسد د جمعې په ورځ د زوریخ په هوټل کي پیدا شوی دی. د هغه جسد د هوټل یوه کارکوونکي د اطاق د پاکولو پر وخت پیدا کړی و، چې ډېر ژر یي پولیس خبر کړي وو.

 د هغه جسد په داسي حال کي پیدا شو، چې د وینو څخه پر یوه لړلی چپرکټ پروت و او د چاقو پواسطه په ډېره وحشیانه توګه په قتل رسیدلی و. د هوټل کارکوونکي ویلي دي، چې د ده جسد یي د وینو څخه په هغه ډک اطاق کي پیدا کړی، چې د شرابو بوی ځیني تللو.

 د پېښي په تړاو تر اوسه پولیسو د هغې سیمي یو 39 کلن اوسیدونکی نیولی دی. رونالډو تر اوسه عکس العمل نه دی ښودلی.

 فریرا د تېرو دوو کلونو راهیسي په سویټزرلنډ کې اوسید.

دا په داسې حال کې ده چې کریسټیانو رونالډو پرون شپه د موسیقۍ په یوې ایوارډ شوو کې ګډون کړی و.