کریسټیانو رونالډو: تبدېلېدو ته لېواله نه یم

محمود خان منندوی

رونالډو د وروستیو مسایلو په اړه وویل:

 په اخیرو دریو اوونیو کې مي بې له اماده ګۍ څخه لوبې کړي دي. زه د تبدیلیدو سره علاقه نه لرم، خو د دې سربیره چې حالت مي ښه نه و، بیا هم د یوونټوس او ملي لوبډلې لپاره ولوبیدم. د دې هر څه سربیره بیا هم د تبدیلیدو په ټولو لاملونو پوهیږم او هغه دا دي، چې زه 100 فیصده اماده نه وم.

 موږ ( پرټګال ملي لوبډله ) داسې یوه لوبډله یو، چې ماته خوړل راته ستونزمن شوي دي.

۳۴ کلن رونالډو د ۱۹۸۵ میلادي کال د فبرورۍ په پنځمه نېټه زیږېدلی دی، دی د پرتګال ملي لوبډلې یو پیاوړی فوټبالر دی چې د نړۍ په نومتو فوټبالرانو کې شمېرل کیږي.