نیوزیلنډ او اسټرالیا د ټیسټ لوبې لومړۍ ورځ پای ته ورسوله

حضرت علي میاخېل

د نیوزیلنډ او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د دوهمې ټیسټ لوبې بچه د نیوزیلنډ لوبډلې وګټله او د لومړۍ توپ اچونې پریکړه یې وکړه.

 اسټرالیا لوبډلې د ورځې تر پایه په ۹۰ اورونو کې ۲۵۷ منډې جوړې کړې او څلور لوبغاړي یې وسوځیدل.

 د اسټرالیا لوبډلې لپاره په توپوهنه کې ډیویډ وارنر ۴۱، لیبس چینج ۶۳، وایډ ۳۸ او بورنس په صفر خپله ویکټ دلاسه ورکړه؛ خو سمیت ۷۷ او هییډ ۲۵ ناسوځیدلې منډې جوړې کړي دي.

نیوزیلنډ لپاره په توپ اچونه کې ګرینډ هووم دوه او ټرینټ بولټ یو لوبغاړی سوځولی دی. استرالیا به سبا هم خپلې لوبې ته دوام ورکوي.