پاکستانی محمد حفیظ په انګلنډ کې نور توپ اچونه نه شي کولی
ولید خپلواک
د انګلستان کرکټ بورډ خبرداری ورکړی چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر محمد حفیظ نور نه شي کولای چې په انګلستان کې خپلې توپ اچونې ته ادامه ورکړي.
د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې دغه پخواني الراونډر ورسته له هغې د بندیز سره مخ کيږي کله چې نوموړي د انګلستان په تجارتي بلاسټ سیالیو کې توپ اچونه ترسره کوله.
له هغې وخت ورسته انګلستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې نور پاکستانی محمد حفیظ نه شي کولای چې په انګلستان کې خپلې توپ اچونې ته ادامه ورکړي،
له دغې خبرباڼې ورسته محمد حفیظ وویل چې دای به د کرکټ نړیوالې شورا ته خپل اعتراض وړاندې کړي. که څه هم دا لومړۍ ځل نه دی چې پر محمد حفیظ دغه ډول اعتراضونه کیږي، بلکي په ۲۰۰۵ م کال کې هم نوموړي د ورته ستونزې سره لاس او ګریوان و.
انګلستان کرکټ بورډ وایې د نوموړي د توپ اچونې په اکشن کې ډیره غټه ستونزه ده او باید په راتلونکي کې یې حل کړي.
دوی وایي حفیظ به نور هیڅ کله هم په انګلستان کې توپ اچونه ترسره نه کړي. محمد حفیظ تر اوسه ۳۹ کاله عمر لري او غواړي کرکټ جاري وساتي.