ایرلنډ د افغانستان پر ځای د بنګله دېش، نیوزیلنډ او پاکستان خلاف لوبیږي

ولید خپلواک

ایرلنډ د بنګله دېش، نیوزیلنډ او پاکستان خلاف لوبیږي، خو د افغان لوبډلې خلاف یې له سیالېو چورلټ انکار کړی.

 د ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې اعلان وکړ چې په راتلونکي ۲۰۲۰ م کال کې د درې هیوادونو سره په خپل کور کې سیریز لري.

 ایرلنډ کرکټ لوبډله غواړي په راتلونکي کال کې د نړیوال شل اوریزه جام مخکي له پاکستان، نیوزلنډ، او بنګله دیش سره په خپل کوربتوب سیالۍ ترسره کړي. ایرلنډ کرکټ بورډ څه موده مخکي په یوې خپره شوۍ خبرپاڼه کې دافغانستان سره پنځه شل اوریزه سیالۍ په دي خاطر لغوه اعلان کړي چې دمالي ستونزي سره لاس او ګریوان دي.

 ایرلنډ په راتلونکي می میاشت کې درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې د بنګله دیش لري، ورپسي بیا ایرلنډ د نیو زلنډ کوربتوب کوي.

 او ورستۍ دوه شل اوریزه لوبې به بیا د پاکستان خلاف په ۲۰۲۰ م کال کې د جولای په میاشت کې د ایرلنډ په کوربتوب ترسره کړي.

 بل پلو پاکستان کرکټ بورډ خبرداري ورکړی چې له هیواده بهر له هیڅ کومې لوبډلې سره سیریزونه نه ترسره کوي.

 د کرکټ نړیوالې شورا په خپله رسمي پاڼه دغه لوبې تائید کړي.