ښکاري چې د ایرلنډ بهانه بې ځایه وه، دا لوبډله اوس د نړۍ مخکښو لوبډلو پر وړاندې لوبیږي

ګڼ شمېر ورزشي رسنېو خبر خپور کړی دی چې ایرلنډ د افغانستان سره له سیریز لغوه کولو وروسته نورو لوبډلو سره لوبې کوي.

 د ایرلنډ کرکټ بورډ له افغانستان سره څو ورځې وړاندې پنځه شل اوریزې لوبې لغوه کړې؛ خو تازه یې د ډېسمبر په ۲۴ مه نېټه اعلان وکړ، چې له بنګله دېش، نیوزیلنډ او پاکستان سره به په خپل کوربتوب لوبې وکړي..

 د ایرلېنډ کرکټ بورډ څو ورځې وړاندې له افغان لوبډلې سره د پنځه شل اوریزو لوبو لړۍ د مالي ستونزو په بهانه لغوه اعلان کړې؛ خو اوس یې تازه اعلان کړی، چې له بنګله دېش، نیوزیلنډ او پاکستان سره شل اوریزې او یو ورځنۍ لوبې کوي.

 تمه وه چې ایرلنډ په خپل کوربتوب؛ افغانستان سره په مارچ میاشت کې شل اوریزې لوبې وکړي؛ خو دا لوبې یې د مالي ستونزو په بهانه څو ورځې وړاندې لغوه یا کېنسل کړې.

 ایرلنډ د ۲۰۲۰ م کال په می، جولای او جون میاشتو کې له بنګله دېش، نیوزیلنډ او پاکستان سره په خپل کوربتوب لوبلړۍ ترسره کوي.