د لالیګا لیګ سیالېو د ۲۲مې اوونۍ مهالوېش خپور شو

رسمي: د لالیګا د 22مې اوونۍ د لوبو مهال وېش اعلان شو.  د دې مهال وېش له مخې ریال ماډریډ د فبروري پر لومړۍ د شنبې په ماښام پر 07:30 بجې په سانټیاګو بیرنابیو کې د اټلاټیکو ماډریډ سره او بارسلونا د فبروري پر دوهمه د یکشنبې په شپه پر 12:30 بجې په نیو کمپ کې د لیوانټي سره لوبیږي.

رسمي: اسپانیول د بارسلونا سره تر لوبي مخکې خپل روزونکی پابلو ماچین د ضعیفو لوبو په خاطر اخراج کړ.

 اسپانیول اوس د لالیګا په پای کې دی. د ایټالیا رسنیو خبر ورکړی دی، چې کاواني د اټلاټیکو ماډریډ سره په درې کلن قرارداد توافق ته رسیدلی دی.  دا لوبغاړی به په جنوري میاشت کې د اټلاټیکو سره یو ځای شي.

د 2018/19 فصل د پیل څخه تر اوسه په غوره لیګ کې د ډخیا په اندازه هیڅ لوبغاړي ډېري د ګول خوړولو غلطۍ نه دي کړي. ( 6 د ګول خوړولو غلطۍ)

 د اټلانټا پر وړاندې د اث میلان د پرون 5-0 ماته په اخیرو 21 کلونو کې د دې کلب تر ټولو سخته ماته وه. دې کلب د 1998م کال د مې پر درېیمه د روما څخه په سیر اې کې 5-0 ماته خوړلې وه. اث میلان خپل په تاریخ کې د څلورم ځل لپاره د 5 ګولونو په توپیر لوبه وبایلله.

 پوګبا تقریباً تر 4 میاشتو وروسته د منچسټر یونایټیډ په 18 کسیزه لیست کې واخیستل سو او تېره ورځ د واټفورډ پر وړاندي ولوبېد.