لوکاکو: رونالډو راته وايي چې سیر ای تر غوره لیګ ستونزمن دی

محمود خان منندوی

لوکاکو:رونالډو راته وویل، چې سیر اې کې ګول لګول سخت دی او سیر ای تر غوره لیګ سخته ده.  د اینټر میلان 26 کلن حمله کوونکی لوبغاړي لوکاکو هم د رونالډو، زلاټان او ټیویز پر رقم باوري دی، چې په ایټالیا کې تر بل هر ځای ګول لګول سخت دي.

 رمیلو لوکاکو د نیو یارک ټایمزر سره په مرکه کې د غوره لیګ او سیر اې ترمنځ د توپیر په اړه وویل: کریسټیانو رونالډو ماته وویل، چې سیر اې تر ټولو دفاعي او د نړۍ سخت ترینه لیګ دی. هغه وویل چې ټولو ځایونو کې مي ډېر ګولونه لګولي دي، خو سیر اې د ګول لګولو لپاره تر ټولو سخت لیګ دی او که چیرې کریسټیانو رونالډو دا ډول فکر کوي، نو باید واقعي سخت اوسي.

 کارلوس ټیویز او زلاټان ابراهیموویچ هم په اخیرو کلونو کې هغه لوبغاړي وو، چې ویل یي سیر اې د ګول لګولو له اړخه د نړۍ تر ټولو سخت لیګ دی. په سیر اې کې د تېر په نسبت د رونالډو ګولونه لږ شوي دي. هغه تېر فصل 28 ګولونه ولګول، چې دا د 2008/09 فصل راهیسې په یوه فصل کې د هغه تر ټولو لږ ګولونه وو.

لوکاکو وویل: سیر اې تر انګلستان ډېره سخته ده. په انګلستان کې فوټبال ډېر ټینګ دی، خو دلته هم هر څه په نظم او اولګو سره تعقیبیږي.

 لوکاکو ډېر ژر د ایټالیوي ژبي سره ځان عیار کړئ. هغه په دې اړه وویل: نور زما سره هیڅوک په انګلیسي خبري نه کوي. لوکاکو د روان فصل په جریان کې په 22 لوبو کې 14 ګولونه د اینټر میلان لپاره لګولي دي، چې د دې جملې څخه یي 12 په سیر اې کې لګول شوي دي.