د فوټبال له نړۍ

محمود خان منندوی

 رومانو اګرسټي: د یوونټوس ذخیره ګول ساتوونکی ماټیا پرین بېرته خپل پخواني کلب جېنوا ته د تګ په حال کې دی. د هغه انتقال به قرضي او د بیا رانیولو د بند سره مل وي.

اوپټا د فرانسې د لومړي لیګ د 2019 کال منتخبه لوبډله اعلان کړه.

 سکای سپورټ تائید کړه، چې د چیلسي یو مینوال و سون هیونګ مین ته د نژاد پرستانه توهین له امله ونیول شو.

غوره لیګ په یوه بیانه کې د سون هیونګ مین او انټوني رورډیګر څخه د ملاتړ په موخه وویل، چې دوی او کلبونه په هیڅ ډول نژاد پرستۍ نه شي تحمل کولای او هېڅکله به اجازه ورنه کړي، دا عکس العمل ګڼ شمېر مینه والو د تود هر کلي سره هم مخ شوی دی.

اکیپ: د لیون کلب د خپل لوبغاړي ممفیس ډیپاي سره خبري پېل کړي دي، تر څو قرارداد یي تر 2021م کال پوري وغځاوه. ممفیس د فوټبال په ډګر کې یو پیاوړی او حیرانوونکی لوبغاړی دی. دی په کور دننه او بهر ګڼ شمېر مینه وال لري؛ ځکه د شور ډکه سیالي هم کولی شي.

 د ایورټون کلب د خپل نوي لوبغالي وروستي ډیزاین معرفي کړ. دا لوبغالی د لیورپول ښار د ساحلي بندر پر غاړه پروت دی، چې د 52 زره تنو د ځایولو ظرفیت لري.