ډیلي مېل: ډیویډ بکهام غواړي د فوټبال وکیل شي، نور هم شته

محمود خان منندوی

ډيلي مېل: ډیویډ بکهام غواړي د فوټبال وکیل شي او د دې لپاره په لومړي سر کې غواړي د امباپي وکالت پر غاړه واخلي.

کاسمیرو وایي: زه دې ته پام نه کوم، چې دا اوس ثانیه ده او که 90مه دقیقه ده. زه همیشه د توپ د اخیستو لپاره داسې حرکت کوم لکه زه چې د خوړو غاب را اخلم.

د پرتګال د سپورټینګ کلب ( د رونالډو لومړی کلب) رئیس فریډریکو وارانډاس وایي: سپورټینګ به په دې ډېر و ویاړي چي خپل د لوبغالي نوم ( جوز الوالاډ) د خپل پخواني لوبغاړي ( کریسټیانو رونالډو) نوم ته واړوي او دا کار به هغه وخت وشي، چې هغه د فوټبال سره مخه ښه وکړي.

رسمي: کلوډیو رانیري د سیر اې د سمپډوریا کلب نوی روزونکی شو. هغه په لیسټر سیټي باندې د غوره لیګ د 2015/16 فصل اتلولي وګټله.

لوکاکو تر زلاټان، میسي او رونالډو ژر 50 ملي ګولونه پوره کړل.

رسمي: ممفیس ډيپایي د هالنډ د پرون شپې لوبه کې زخمي شوی دی او د بیلارووس سره یې راتلونکې سیالي له لاسه ورکړه.

ډيلي مېل: پوګبا تر اوسه لا سم نه دی اماده شوی او ممکن د لیورپول پر وړاندې لوبه له لاسه ورکړي.

د ESPN په حواله: پیکي غواړي راتلونکي دوبي کې د انګلستان په ملي لیګ کې د نانټس کانټي کلب رانیسي.