نن کابل بازان د میس عینک او بوست ساتونکي د سپین غر زمریانو په وړاندې

په شپږیزه کرکټ غوره لیګ کې وړمه ورځ هم دوې سیالۍ وشوې چې ښامارانو پکې زمریانو ته  او امو نهنګانو بیا د کابل بازانو لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

د پاراګان بند امير ښامارانو د خپل ټاکلي هدف څخه په ښه ډول دفاع وکړه او د سپين غر زمريانو لوبډلې ته يې د شپږيزې کرکټ لیګ په ۱۱مه لوبه کې په ۱۵ منډو ماته ورکړه.

د شپږيزې په ۱۰مه لوبه کې د امو نهنګانو او کابل بازانو لوبډلو له لوري په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې شوه، چې ابراهيم ځدراڼ د لوبې په وروستي اور کې هېټريک وکړ او امو نهنګان يې بريا ته ورسول.

د شپږیزې په دې غوره لیګ کې تر ۱۱ سیالېو وروسته د شپږو لوبډلو د نمرو جدول چې د کابل لوبډلې پکې د پلې اف پړاو ته لاره موندلې چې ياد پړاو لوبې به د روانې اکټوبر مياشتې په ۱٦مه د څلورو غوره لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د یادولو ده چې نن یکشنبه سهار ۹ بجې به د کابل بازان او د وزيرزي مس عينک اتلان په ۱۲مه لوبه کې سره مخامخ شي، همدا راز ماسپښين ۱:۱۵ بجه به بيا په ۱۳مه لوبه کې د عارف عظيم بوست ساتونکي او سپين غر زمريان مېدان ته کوزېږي.