په نن شپږیزه لیګ کې کابل بازان او امو نهنګانو لوبډلې ګټونکې شوې، سبا هم دوې سیالۍ کیږي

د شپږیزې لیگ شپږمه لوبه کې امو نهنگانو د بند امیر ښامارانو په وړاندې لوبه وکړه. دغې لوبې کې د بند امیر ښامارانو د امو نهنگانو ته په ۷ وېکېټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د امو نهنگانو وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

امو نهنگانو یوازې د ابراهیم ځدران غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۲۰ منډې جوړې کړې.

امو نهنگانو لپاره ابراهیم ځدران په ۶۰ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۶۲ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

بند امیر ښامارانو لپاره فرید احمد ۳، نجات مسعود او ظاهر شهزاد دوه دوه او مجیب الرحمن او باطن شاه یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې د بند امیر ښامارانو د جاوېد احمدي غوره توپ وهنې په مرسته ۱۷٫۱ اورونو کې یوازې درې لوبغاړي سوځېدلو سره ۱۲۴ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په ۷ وېکېټو وگټله.

بند امیر ښامارانو لپاره جاوېد احمدي په ۴۸ توپونو د پنځو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۶۲ او افسر ځاځی په ۳۰ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۷ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

امو هنگانو لپاره یوازې ابراهیم دوه وېکېټې واخیستې.

دغه راز د کابل بازانو لوبډلې د شپږیزی لیګ په اوومه لوبه کې د بست ساتوونکو لوبډلي ته په ۲۵ منډو ماته ورکړه.

کابل بازانو په شپږيزه ليګ کې پرلپسې دريمه بريا هم خپله کړه

د اصغر افغان په مشرۍ د کابل بازانو لوبډلې د شپږيزې کرکټ ليګ په ۷مه سيالۍ کې ښه لوبه نندارې ته وړاندې او د خپل ټاکلي هدف څخه يې په ښه ډول دفاع وکړه، چې پرلپسې دريمه بريا يې هم په خپل نوم کړه.

د سبا دوې لوبې:
د بس ساتوونکي – د امو نهنګان | د سهار 09:00 بجې
د میس عینک اتلان – د سپین غر زمریان | د ماپښین 01:15 بجه