بند امیر ښامارانو وخت ضایع کړ؛ اوس د سیالۍ شل سلنه فیس پرې کوي

د پاراګان بند امیر ښامارانو له لوبډلې څخه د وخت ضایع کولو له امله د لوبې شل سلنه فیس ګرځول کېږي

پرون د شپږیزه کرکټ لیګ په ۱۱مه لوبه کې د پاراګان بند امیر ښامارانو لوبډلې له سپين غر زمریانو سره د لوبې پرمهال په خپله توپ اچونه کې ۸ دقیقې وخت ضایع کړی دی چې د نن لوبې یولس واړه لوبغاړي شل سلنه د لوبې فیس جرمانه شول.
د دې لوبې میچ ریفري همیم تلوار پخپله پرېکړه کې ویلي دي چې بند امیر لوبډلې ونه کړای شول په خپل ټاکلي وخت شل اورونه ترسره کړي، نو د ۸ دقیقو وخت ضایع کولو له وجې به یې د نن لوبې یولسیز کسیزه لوبډله د لوبې شل سلنه میچ فیس د جرمانې په توګه ورکوي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې به په دې ډول حالت کې یوازې لوبډلمشر جرمانه کېده چې د کرکټ نړيوالې شورا دغه پرېکړه بدله کړې او په جرمانه کې یې ټول لوبغاړي شامل کړي دي.