فیفا په جنرال سید علي رضا اقازاده ۵ کلن بندېز او ۱۰ زره ډالره جریمه ولګوله

د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر پخواني سکرتر جنرال سید علي رضاء اقازاده باندې د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا)  لخوا ۵ کلن بندېز او لس زره ډالر جریمه ولګول شوه.

د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا په یوه بیان کې ویلي، دغه پخواني سکرتر اقازاده د نجونو د فوټبال ملي لوبډلې غړو د جنسي ځورونې په مخنیوي او خبر ورکولو کې پاتې راغلی دی، دوی زیاتوي چې اقازاده خبر و، خو د فدراسیون پخوانی رئیس کرام الدین کریم د ملي لوبډلې له یو شمېر نجونو فوټبالیستانو سره زور زیاتی کوي، خو خاموشي یې غوره کړې وه. دغه نړیوال فدراسیون زیاتوي چې د فیفا د اخلاقي اصولو خپلواکې کمېټې ته په څېړنو کې څرګنده شوې چې د افغانستان د فوټبال د نجونو لوبډلې څو غړو اقازاده ته شکایت کړی و او ادعا یې کړې وه چې پخواني رئيس کرام الدین کریم د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸ میلادي کلونوترمنځ په مکرر ډول جنسي زور زیاتی ورسره کړی، په هغه وخت کې اقازاده د فدراسیون د سکرتر جنرال پر چوکۍ کار کاوه.”

تر دې مخکې، د افغانستان لویې څارنوالۍ علي رضا اقازاده ممنوع الخروج اعلان کړی و، خو هغه د اسیایي فوټبال د کنفدریشن د اجراييه کمېټې برحاله غړی و.

کرام الدین کرام

دا په داسې حال کې ده چې په تېر  ۲۰۱۸ میلادي کال نومبر میاشت کې د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې یوه مقاله خپره کړه چې په هغه کې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د ملي لوبډلې یوشمېر غړو د فدراسیون مخکنی رئیس کرام الدین کریم او یوشمېر نور مسئولان په جنسي بداخلاقۍ او زور زیاتی تورن کړل. د دې ادعاوو تر خپرېدو وروسته، فیفا کرام الدین کریم جریمه او ټول عمر له فوټباله منع کړ. د افغانستان ولسمشر وویل چې دا مسئله به جداً وڅېړل شي.