لویه څارنوالي وايي، پر فوټبالرو نجونو د جنسي تېري په تړاو له ۱۵ تنو تحقیقات روان دي

تاند- د افغانستان لویه څارنوالي وايي، لږترلږه له ۱۵ تنو څخه د هیواد د نجونو د فوټبال د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره د جنسي بدسلوکۍ په تړاو تحقیقات روان دي.

د لویې څارنوالۍ ویندوی جمشېد رسولي نن /یکشنبه/ په کابل کې خبریالانو ته وویل، حکومت دا تورونه خورا جدي تعقیبوي او له ۱۵ تنو څخه، چې د فوټبال پر لوبغاړو د جنسي تېري ادعا پرې شوې ده، پوښتنې – ګروېږنې روانې دي.

د لویې څارنوالۍ ویندوی د نجونو د فوټبال له پخوانۍ کیپتانې خالدې پوپل څخه وغوښتل چې د تورونو په اړه له لویې څارنوالۍ سره خپل معلومات او شواهد شریک کړي چې مناسبه او عادلانه پرېکړه وشي.

ده د هومل کمپنۍ له لوري د افغانستان د فوټبال له فدراسیون سره د ملګرتیا پای ته رسېدا سمه پرېکړه ونه بلله او له هغې یې وغوښتل چې که هر سند یا شواهد لري له دوی سره یې د دې دوسیې په بشپړولو کې شریک کړي.

رسولي له نورو سپانسرکوونکو، رسنیو او فعالانو څخه وغوښتل چې د دې قضیې په تحقیقاتو کې له لویې څارنوالۍ سره مرسته وکړي.

د افغانستان د نجونو د فوټبال پخوانۍ کیپتانې خالدې پوپل، لوبغاړو شبانې مبارز، مینا احمدي او سرروزونکې کیلي لیندسي د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د ريیس کرام الدین کرام په ګډون د دې فدراسیون غړي د فوټبالرو نجونو پر جنسي ځورونې تورن کړي دي.

د افغانستان ولسمشر او د فوټبال نړیوال فدراسیون د دې قضیې د جدي تحقیقاتو امر کړی دی.

په همدې لړ کې د فدراسیون د ريیس کرام الدین کرام او یو شمېر نورو دندې ځنډول شوي دي.