د نجونو د فوټبال د غوره لیګ لپاره تیاري نیول کېږي

تاند- د افغانستان د فوټبال فدراسیون د نجونو د فوټبال د غوره لیګ لپاره تیاري نیسي.

د افغانستان د نجونو د فوټبال لوبډله ۱۰ کاله پخوا په خورا ابتدايي امکاناتو او سختو مشکلاتو، چې تر ډېره کلتوري ول، جوړ شو او د دې ترڅنګ تراوسه پوري د نجونو د فوټبال دوه لیګونه جوړ شوي دي.

افغان نجونو په تېرو ۱۵ کلونو کې لومړنۍ بهرنۍ مسابقه په ۲۰۰۸ م کال له پاکستان سره وکړه.

2که څه هم افغان نجونو تر ۱۳۵۷ لمریز کال مخکې په نسبي ډول ډېره ازادی لرله خو د ثور د کودتا په وړاندې عکس العملونه او له پاکستان څخه وارد شوي افکار په ټولو برخو کې د نجونو د فعالیت او پرمختګ خنډ شول.

د نجونو د درېم غوره لیګ سیالیو دقیقه نېټه لا اعلان شوې نه ده خو د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې دا لیګ د دې لپاره مهم دی او باید ترسره شي چې افغان نجوني له نورو هیوادونو سره مسابقو ته تیارې شي.

حاضردمه په کابل، مزارشریف، بامیان او هرات ښارونو کې، چې په نسبي ډول امن دي او له کلتوري پلوه یې خلکو په پرتلیز ډول پرمختګ کړی، د نجونو ګڼ ټیمونه جوړ شوي دي.

په بلخ کې د نجونو ۱۰ او په هرات کې ۸ ټیمونه شته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *