کرکټ بورډ وځلوله/ اسد ویاړ – غزني

افغانان د هرې ادارې د ښه مدیریت وړتیا لري خو که تر شخصي ګټو، بې ځایه مصلحتونو او قانون تطبیق ته رښتیني ژمنتیا په ډاګه کړي.

زمونږ د اکثرو ادارو نوم له همدې وجې بد دی چې مشران یې ټوله ورځ په دې تېروي چې څه ډول قراردادونه خپلوانو ته ورکړي، په کوم رقم د خپل تجارت پیاوړتیا لپاره د ادارې او ملت له بودیجې څخه سپما وکړي او شرکت ته یې تحویل کړي او…. ورته نورې بدمرغۍ دي.

خو د داسې ادارو په قطار کې بیا د ښو مشرانو له برکته مخکښې، پرمختللې او له نړۍ سره سیالې ادارې هم لرو چې تل یې هېوادوالو ته له نېک نومۍ، خوښۍ او افتخاراتو پرته بل څه نه دي راوړي.

دا کرکټ بورډ دی.

د تېرو شاوخوا دوو کلونو په موده کې دغې ادارې هغه فعالیتونه او پرمختګونه وکړل چې په لسو راتلونکو کالونو کې هم د چا تمه ترې نه کېده.

مینه والو همدا غوښتل چې له پیاوړو هېوادونو سره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سریزونه برابر شي. دا کار وشو(له ویسټ انډیز، ایرلنډ، بنګلادېش او… وتلو هېوادونو سره لوبې لرو.)

مینه والو همدا غوښتل چې کورنی کرکټ او په خاص ډول د شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ دې پیاوړې شي، په ښه کیفیت او معیار سره دې ترسره شي، همداسې وشول(بهترینې لوبې وشوې، نړیوال لوبغاړي ولوبېدل چې نوښت وو او په لوړ معیار لیدونکو ته نشر شوې.)

مینه والو غوښتل چې کرکټ بورډ دې په ولایتونو کې د لوبغالو جوړیدو ته خاصه پاملرنه وکړي، دې هیلو ته هم رسیده ګي وشوه(په خوست، پکتیا، لغمان، کندهار، کندز او ځینو نورو ولایتونو کې د لوبغالو چارې روانې او په یو شمېر نورو کې به هم پیل شي.)

زه ویاړم چې کرکټ بورډ ادارې مشرانو خپل ټول رسمي او غیر رسمي وخت دې ته ورکړ چې څه ډول د ادارې نوم وځلوي. مونږ باید د ښو کارونو په ملاتړ کې وجداني مسؤلیت اداء کړو.

هیله مې داده چې دا ستر پیغام ښه ډېر شریک کړئ او متعصبین، تخریبکار او شخصي ګټونکي پالونکي کسان له خپلو ناوړه هدفونو تېر شي.

مونږ وینو چې د کرکټ ډګر ته ځوان پیاوړي استعدادونه راوځي. دوی به د پخوانیو لوبغاړو ځای نیسي او هېواد ته به تاریخي اتلوالۍ را په برخه کوي.

همدا اوس د بنګلادېش سریز لپاره د تمریناتي کمپ په موخه ۲۶ کسیزه لوبډله اعلان شوې چې بیا به یې له منځه ۱۵ کسه د ملي ټیم په توګه انتخابیږي او له بنګلادېش سره به درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې ترسره کوي.

په دوی کې هغه ځوان لوبغاړي انتخاب شوي چا چې ښې لوبې کړي دي. داسې نه ده چې د هر چا څه ډول خوښه وي هماغسې به کیږي. همدا علت دی چې افغان کرکټ په نړیواله کچه ستایل کیږي او تاریخي بریاوې د ځان په نوم کوي.

مونږ له محبوب جمهور رئیس محمد اشرف غني مننه کوو چې له ځوانو کادرونو ګټه اخلي، واک ورکوي او په پایله کې یې ښه ثابیږي. همدا راز د ملي وحدت حکومت له رهبرۍ هیله کوو چې د کرکټ بورډ رهبري تقدیر کړي څو نور هم د خپلو فعالیتونو لپاره انرژي ترلاسه کړي.

د غني افغانستان په لور…..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *