کرکټ بورډ هڅه کوي نړۍ ته د کابل ګل تصویر وړاندې کړي

وحید بری –

یو وخت به موږ مهاجرت کې ښوونځي ته تلو، هلته به د درس تر څنګ لرو پښتنو د کرکټ کیسې کولې ، د لوبغاړو نومونه به یې اخیستل او وخت ناوخت به یې د پاکستان کرکټ لوبډلې د بریا دعاګانې او خوشالۍ کولې.

دا وخت حتا موږ د کرکټ لوبې لا په تلویزون نه وې لیدلې ، هو کلیو او بانډو کې به مو عام خلک لیدل چې کرکټ کوي ، ولې داسې نړیوالې لوبې چې پاکستانیانو پر تلویزونو کتې موږ ورته لاس رسی نه درلود ، بلاخره یو وخت داسې هم شوه چې تلویزون ته مو لاس رسی پیدا کړ ، ټنډولکر مو وپېژانده او سلیزو ته به مو یې چکې وهلې ، عمران خان مو وپېژانده لکه یرغه اس نړیوالو لوبغالو کې به یې منډې وهلې ، وسیم اکرم ، افریدی ، انضمام او وغیره وغیره مو وپېژندل ، لوبې مو یې کتلې او پردیو لوبو کې به مو د خوښې لوبغاړي ټاکل او چې بیا به مو د خوښې پردی لوبغاړی خدای وواهه ، و به ټکېده بیا به مو ماښام ته ډوډۍ هم نه خوړه ، دا داسې نه وه چې موږ دا کار له بې غیرتۍ کاوه ، بلکې موږ نه پوهېدو چې خپله او پردۍ لوبډله څه مانا ؟

یو وخت داسې هم شوه ، ارمان راغی چې کاش موږ خپله لوبډله درلودی ، موږ خو افغانان یو ، پردۍ لوبډلې او په ماتو او بریاوو یې خوشالي په درد نه خوري ، هسسې وخت ضایع کوو ، هسې ماغزه خورو او هسې ځانونه ستړي کوو ، خو وروسته راسره ذهنونو کې دا فکر ورو ورو په ټوکېدو شو ، د لوبډلې ارمان مو وکړ.

هماغه وو چې خپل ګران هېواد افغانستان ته راستانه شوو ، له ذلیل ژوند څخه خدای ج خلاص کړو ، حکومت رامنځ ته شو ، دیموکراسي پلې شوه ، خلکو سا واخیسته ، ماشومان او ځوانان ښوونځیو او پوهنتونو ته روان شول ، د بیا رغونې کارونه پیل شول او ورسره ورسره د کرکټ لپاره هم یو سېستماتیک حرکت پیل شو.

لنډه دا چې موږ هغه ارمان ته ورسېدو چې تنکۍ ځوانۍ کې مو درلوده ، زموږ هغه خوبونه په خپل وطن رښتیا شول چې د مهاجرت په کوډخو کې مو لیدلي وو ، موږ د کرکټ خاوندان شوو ، موږ د عزت خاوندان شوو ، زموږ غرور پر ځای شو ، زموږ ابرو خوندي شوه ، موږ د سیالیو ډګر ته لاړو ، موږ هسکه غاړه ژوند پیل کړ ، موږ پردیو تلویزونو ته نه ، خپلو تلویزونو ته کېناستو ، موږ خپلو لوبغاړو ته لاسونه لپه کړل ، موږ په خپله لوبډله کې لوبغاړي انتخاب کړل او بلاخره موږ د خپلې ملي لوبډلې په بریا خوشالۍ وکړې.

بې شکه چې رب لوی او هیلې پوره کوونکی ذات دی او بېشکه چې خدای ج غفور او رحیم دی ، موږ ته یې هغه څه راکړل چې موږ اول پېژندل هم نه ، موږ ته یې هغه څه راکړل چې موږ یې لا فکر نه و کړی او موږ ته یې هغه څه راکړل چې ګاونډیانو یې په ممکنه حالت تمسخر کاوه.

ښه دې هیلې ته خو ورسېدو ، دې سیند کې خو مو غوټې وکړې او ګوهر هم په لاس راغلل ، دې ډګر کې خو مو د افغانستان ملي بیرغ ورپاوه ، دې میدانونو کې خو مو ملي سرود وغږېده او بلاخره مو د جنګونو ، تورتمونو ، وحشتونو او جهالت پر ځای نړۍ ته د افغانستان ګل تصویر وړاندې کړ ، خو دا فکر مو بیا هم شکمن و چې افغانستان ته به څوک مهم کسان د راتلو زړه ښه کړي ، موږ خبر وو چې نړیوالو ته افغانستان د قتلونو ښار معرفي شوی ، موږ خبر وو چې ګاونډیانو مو نړۍ ته افغانستان جاهل ورپېژندلی و ، خو موږ خپلې هڅې درېغ نکړې ، موږ د دښمن بدو تبلیغاتو اراده ماتي نکړو او موږ کار وکړ ، موږ نړۍ ته یو بل څه مخې ته کېښودل ، موږ په خاص ډول د کرکټ نړۍ په دې قانع کړه چې افغانستان د تمدن نوم دی ، افغانستان د امن نوم دی ، افغانستان د علم او فرهنګ نوم دی ، افغانستان د ژوند نوم دی او افغانستان د کرکټ نوم دی ، هماغه وو چې د بېلا بېلو اتلولیو تر څنګ مو د کرکټ نړۍ ته کابل ته د راتلو اعلان او بلنه ورکړه ، په لومړي قدم کې دپاکستان کورني کرکټ قهرمانه حبیب بانک لوبډله افغانستان ته راغله ، د یو ورځینیو لوبو سریز مساوي او د څلور ورځینیو لوبو سریز افغانستان وګاټه ، شور شو ، غوغا شوه ، خوشالي شوه ، ولولې شوې او ویاړ شو افغانستان په لومړي ځل د یوې بهرنۍ لوبډلې کوربه توب وکړ ، نه پرې چا ډز وکړ او نه ورته چا سپکه خبره وکړه او د کرکټ د اصولو او اخلاقو مطابق مو بېرته له ماتې سره رخصت کړه او حتا لوبډلمشر یې د مطبوعاتو له لارې اعلان وکړ چې که څوک له کرکټ خوند اخلي افغانستان ته دې راځي.

ورپسې دوست هېواد هند لېوالتیا وښوده ، خبرې ورسره وشوې او د راتلونکو پلانونو تر څنګ حاضر دمه کابل ته د هندوستان معلولینو کرکټ ملي لوبډلې په راتګ هوکړه وشوه او دا دی یاده لوبډله کابل ته راغله ، له افغان سیالې لوبډلې سره به درې شل اوریزې لوبې کوي ، دا دی دوه لوبې وشوې دواړو لوریو یوه یوه لوبه ګټلې ده او د وروستۍ لوبې ګټونکې لوبډله به د سریز ګټونکې لوبډله اعلانیږي ، دا عادي خبره نده ، دا د دوو هېوادونو د دوستۍ تازه کولو او اعتماد پخولو خبره ده ، دا دوو ملتونو د باور فضا زیاتولو خبره ده ، دا نړۍ ته د ګل تصویر وړاندې کولو خبره ده او بلاخره دا د ویاړ خبره ده چې د هند معلولینو کرکټ ملي لوبډله کابل ته زړه ښه کوي ، په داسې حال کې چې کابل ته یو وخت خپله کابلیانو د راتګ زړه نه ښه کاوه ، نو اوس هغه وخت ندی ، اوس پر وطن بهارونه دي ، اوس وطن کې ژوند دی او اوس پر ملت دولت تاو دی او له دولت ملت ، اوس د یوه ویاړلي او متمدن ملت په حیث له نړۍ سره کېنو او پاڅېږو ، د کرکټ بورډ لاس ته راوړنې او نوښتونه د ستایلو دي ، د بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش ، اجرایوي رئیس شفیق ستانکزي ، مرستیالانو ، حاجي عزیزالله فضلي ، تاج ملوک عالم ، دوست محمد نظري او د بورډ ټولو کارمندانو ته د زیار ایستلو او ویاړونو راوړلو مبارکي وایم ، کورونه مو اباد چې خپلو دندو ته ژمن یاست.

ښې چارې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *