ډیویډ بکام د میسي د رانیولو لپاره خوله پرانېسته

محمود خان منندوی

 د ریال ماډریډ کلب پخوانی انګلستانی لوبغاړی ډیویډ بکام پلان لري، تر څو د میسي د رانیولو لپاره اقدام وکړي. د اینټر میامي کلب به راتلونکي کال د ډیویډ بکام تر مالکیت لاندي د امریکا د متحده ایالاتو په لیګ کې ګډون وکړي او دې انګلستاني ستوري سر له اوسه دې کلب ته د انتقال په موخه د نړۍ د لویو لوبغاړو د راضي کولو لپاره کار پیل کړی دی.

د بارسلونا راډیو ادعا وکړه، چې د اینټر میامي کلب د لیونل میسي د رانیولو لپاره د هغه سره خبرې پیل کړي دي او ډیویډ بکام غواړي د هغه په رانیولو سره د فوټبال د نړۍ پام خپل د کلب و خواته واړوي.

څو ورځې مخکې داسې خبرونه خپاره شول، چې د لیونل میسي په قرارداد کې داسي قید شته، چې دغه لوبغاړی په 2020م کال کې د بارسلونا څخه جلا کیدلاي شي او دغه خبر ال پایس خپور کړی وو. بل خوا بیا د بارسلونا کلب رئیس جوزپ بارټومیو او د دې کلب دفاعي لوبغاړي جرارډ پیکي هم دغه څه تائید کړي وه، تر څو د بارسلونا کلب مینول خپل د کلب د تاریخ د غوره ګول وهوونکي د جلا کېدو په اړه په اندېښنه کې شي.

ډیویډ بکام همیشه خپل ځان د میسي یو سخت مینوال معرفي کړی او په تېر وخت کې یي څو ځله د هغه ستاینه کړې ده. مخکې داسي خبرونه خپاره شوي وو، چې د دې احتمال شته تر څو لیونل میسي خپل د فوټبال په وروستي دوران کې ارجنټاین ته ولاړ شي، خو د فوټبال د نړۍ د نورو مشهورو او لویو لوبغاړو په څیر ممکن میسي خپل د فوټبال وروستي کلونه د امریکا په لیګ کي تیري کړي او په راتلونکو کلونو کې د ډیویډ بکهام کلب لپاره ولوبیږي.