د نیمار رانیولو لوړ لګښت د ډېرو له توان پورته دی، نور هم شته

محمود خان منندوی

نیمار چې د فوټبال په نړۍ کې نوموتی لوبغاړی دی او کولای شي چې د لوبې سختې شېبې ژر کنترول کړي، لوړ لګښت ته یې ډېر مینه وال حیران شوي دي.

د نیمار په اړه سیتین وايي: ((هیڅ کلب د نیمار د رانیولو له پاره د ۲۲۲ میلیونه یورو د ورکړې توان نه لري.))

د بارسلونا کلب ته د نږدې سرچېنو د راپورونو پر اساس، که چیرې لیونل میسي وغواړي د هر فصل په پای کې خپل په خوښه د بارسلونا څخه جلا کېدای شي. د بارسلونا د دغه ارجنټاینی لوبغاړي قرارداد د خپل هسپانوی کلب سره تر 2021م کال پورې اعتبار لري او د ده په قرارداد کې دا بند ذکر شوې ده، چې د هر فصل په پای کې دغه لوبغاړی خپل د راتلونکې په اړه پریکړه کولاي شي.

دې کلب ته نږدې سرچېنې وایي: دا موږ منلې ده، چې هغه هر وخت وغواړي د هر فصل په پای کې زموږ سره خپله همکاري پای ته رسولای شي او دا هغه څه دي، چې دواړه اړخونه توافق ور باندي رسیدلي دي. هغه مقدار پیسې چې میسي یی ترلاسه کوي، ستونزمنه ده چې کلب دي هغه ته دغه مقدار پیسې ورکړي. د هغه د عمر او کال په خاطر، د هغه سره قرارداد غځولو سخت دی.

پر همدې مهال د بارسلونا کلب وایي، چې دا ډول قرارداد یوازي تر میسي پوري منحصر نه دی او هغوي دغه ډول کړنلاره د انډریس انیسټا، کارلوس پویول او ژاوي سره هم درلوده. دغه توافق د دواړو اړخونو په توافق سره شوی دی او دا چې دا لوبغاړی په جنوري میاشت کې د بل کلب سره خبري کوي، هیڅ وېره نه لري، ځکه چې هغه کولاي په جون میاشت کې جلا شي.