ګلبدين نايب یو ځل بیا له ډېرو ناویلو پرده پورته کړه

ـ تاند

وروسته له هغې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي ګلبدین نائب چې د افغان کرکټ بورډ له خوا د یو ورځنېو سیالېو لپاره لوبډلمشر وټاکل شو، په نړیوال جام کې یې ټولې سیالۍ بایلودې، نو نوموړي له بي بي سي سره په مرکه کې دا څرګندونې وکړې.
۱: پخوا دومره پيسې نه وې، اوس موږ ماړه شوي يو؛ ځکه مو خواري پرېښې، که په دې هر څوک خپه کيږي خپه دې شي، تاوان هغه څوک کوي چې ملامته وي.
۲: زما نه وړاندې د کپتانۍ خبره راشد سره شوې وه، منلې يې هم وه خو نه پوهېږم چې بيا يې څنګ رد کړه، زه د يوې غريبې کورنۍ غړی يم، کوم زورواکی نه يم، د کرکټ بورډ مزدور يم، مجبور يم چې هره پرېکړه يې ومنم.
۳: ډاکټر خو چا پسې کور ته نه شي تللی، چې دا مه خوره او هغه مه خوره، زموږ ډېر لوبغاړي فټنس ته پاملرنه نه کوي، ښه بېلګه يې شهزاد دی.