د ۲۰۱۹ م کال په نړیوال جام کې د افغانستان سفر پای ته ورسېد

مطیع الله عابد
درجه ېې یوه هم ونه گټله، خو تجربه ېې ښه ډېره وگټله. نهه واړه لوبې ېې بایلودې. کپتانۍ بیټینگ بالنگ او فیلډینگ کې ېې سترې نیمگړتیاوې ولیدل شوې.
ځوان استعدادونه وځلیدل. باید وساتل او وستایل شي. د تقاعد اصل باید په مستحقو عملي شي
د ډسپلین او نورو ساحو کې د شوو خطاگانو باید پوره محاسبه وشي.
نړیوال جام ختم شوی خو کرکټ جاري دی. ولس د وطن د نوم دپاره د کرکټ سره مینه لري. نو باید دولت د کرکټ ارزښت درک کړي او کار اهل کار ته وسپاري او د دې ماتو نه د راتلونکو بریاو دپاره درس واخلي.
د ولس محبت د ملت دولت او لوبغاړو زحمت ته باید درناوی وشي.
د ودان افغانستان او روان کرکټ په هیله