په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې بدبختي نړیوالو ته په ډاګه شوه

په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې بدبختي د پرلپسې ماتو له کبله د ضعف حالت بیانوي، ځکه یادې لوبډلې په نړیوال جام کې تر اوسه هېڅ سیالي نه ده ګټلې، ددې جام په لړ کې  د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ د دواړو لوبډلو د نړیوال جام د وروستۍ لوبې پچه د ویسټ انډیز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره یې په ۵۰ اورونو کې له افغان لوبډلې ۳۱۱ منډې ترلاسه کړې چې له منځه یې شای هوپ ۷۷ ډېرې منډې او نیکولاس پوران او ایوان لیوس هر یوه ۵۸ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې د ۳۱۲ منډو هدف وټاکه. د افغان توپ اچوونکو په استازیتوب دولت ځدراڼ دوه او محمد نبي، راشدخان او سعید شېرزاد یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.


ورپسې افغان لوبډلې خپله توپوهنه پیل کړه چې د ټولو اورونو په لوبولو سره یې ۲۸۸ منډې وکړې او له خپلې سیالې لوبډلې یې د ۲۳ منډو په توپیر ماتې ومنله او ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل چې د افغان لوبغاړو له ډلې اکرام علي خېل ۸۶ ډېرې، او رحمت شاه ۶۲ او اصغر افغان ۴۰ منډې وکړې، خو د سیالې لوبډلې هدف یې پوره نه کړای شو او یو په بل پسې یې ویکټې له لاسه ورکړې.
د ویسټ انډیز توپ اچوونکو هر یوه کارلوس برېتوایټ څلور او کېمار روچ درې افغان لوبغاړي وسوځول او د ویسټ انډیز شای هوپ د لوبې د غوره لوبغاړي په توګه هم وپېژندل شو.