اسټرالیا افغان لوبډلې ته د نړیوال جام په څلورمه سیالۍ کې ماته ورکړه

ــ تاند

د کرکټ لوبې د پنځوس اوریزه سیالیو  د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالیو په څلورمه لوبه کې اسټرالیا چې د نړۍ په لسو لوبډلو کې ډېره پیاوړې لوبډله شمېرل کیږي، د یاد نړیوال جام په څلورمه، خو د افغانستان په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماته ورکړه.

ددې سیالۍ پچه افغان لوبډلې ګټلې او خپله یې لومړۍ توپوهنه غوره کړه. که څه هم د انګلستان په پیچونو توپوهنه د اسیايي هیوادونو لوبډلو لپاره سخته شمېرل کیږي، خو افغانستان نسبتاً بیا پاکستان او سریلانکا څخه لوړ هدف وټاکه.

پاکستان چې یو ځل یې د عمران خان په مشرۍ کې یاد جام ګټلی و، په خپله لومړۍ لوبه کې د ویسټ انډیز خلاف ډېر کم هدف کیښود، سریلانکا هم همداسې کوچنی هدف وټاکه، خو افغان لوبډلې ۲۰۷ منډې جوړې کړې، دا منډې د افغان لوبډلې لپاره د ویاړ ځای دی چې لا هم دوی په نړیوال جام کې په اسانۍ ماته نه مني. افغان لوبغاړو هم د پاکستانياو سریلانکا لوبغاړو په شان د ټاکلو ۵۰ اوورونو په لوبولو ونه توانېده او ټوله لوبډله یې په اته دېرشم اوور کې وسوځېده خو هدف په ټاکلو کې یې له دواړو لوبډلو نوم وګاټه،  پاکستانۍ لوبډلې د ویسټ انډیز په وړاندې په ۱۰۵ او سریلانکا بیا د نیو زیلنډ پر وړاندې ۱۳۸ منډې کړې وې.

د افغان لوبډلې لپاره  رحمت شاه ۴۳، د حشمت شاهدي ۱۸د ګلبدین نائب ۳۱ او د راشد خان تېزو ۲۷ منډو سیالې لوبډلې ته د ۲۰۸ پورته وټاکلو. اسټرالیا د افغانستان له لوري ورکړل شوی ۲۰۸ منډې هدف د سیالۍ په پنځه دیرشم اوور کې په اوو ویکټو پوره کړ او په روانو سیالیو کې یې لومړۍ بریا خپله کړه.

د افغان لوبډلې د توپ اچوونکو له لورې  راشد خان، لوبډلمشر ګلبدین نائب او مجیب الرحمن یوې یوې ویکټې په ترلاسه کولو وتوانېدل. ددې سیالۍ غوره لوبغاړی اسټرالوی ډیویډ وارنر وټاکلو، وارنر ۸۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.

افغانستان به خپله بله راتلونکې لوبه د سې شنبې په ورځ د کابل په وخت دوه بجې د سریلانکا په وړاندې ترسره کړي.

نن ددې سیالېو په لړ کې بنګله دیش او جنوبي افریقا یو د بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.