په پکتیا کې د کرکټ لوبې پر مهال د هوان مرمۍ ولګېده او تلفات لري

د امریکا غږ اشنا راډیو د را پور له مخې:

د پکتيا ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د کرکټ د لوبې پرمهال پر يوه لوبغالي د هاوان مرمۍ لګيدو له امله د کرکټ دوه ماشوم لوبغاړي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت نن سې شنبه د «چنګاښ پر ۱۱مه»امريکا غږ ته وويل، چې دغه پېښه نن غرمه شاوخوا دوولس بجې د ښوونځيو د لوبډلو ترمنځ د کرکټ د پايلوبې پرمهال شوې ده.

په ورته وخت کې د پېښې يو عيني شاهد نجيب الله واقف امريکا غږ ته وويل، چې د هاوان درې ګولۍ پرلپسې د منګياړ په نوم له يوه غره څخه پر لوبغالي او د سرحدي پوليسو پر قرارګاه ووېشتل شوې دي.

نوموړي زياته کړه، چې د منګياړ په سيمه کې سهار د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته هم شوې وه، خو ويې ويل تر اوسه نه ده څرګنده شوې چې د بريد هدف لوبغالی و او که د پوليسو قرارګاه.

نجيب الله واقف زياته کړه چې په دغه بريد کې د لوبې امپاير هم ټپي شوی دی.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت وويل چې د دې پېښې په اړه حکومت پلټنې پيل کړې دي.

تر اوسه د دې بريد مسؤليت چا پرغاړه نه دی اخيستی.