د پکتیا ورزشي جمنازیم چارې لا هم ولاړې دي

خبريال: حبيب الله سراب

شاوخوا یو نیم کال وړاندې د پکتیا د پخواني والي شمیم خان کټوازي له لوري د همدې جمنازیم د جوړېدو چارې پیل شوې، او ژمنه شوې وه، چې ټول کارونه به یې د یوه کال په موده کې بشپړېږي، خو له ټاکل شوې مودې څلور میاشتې تېرېږي، چې یوازې یې د تهداب تېږه لګول شوې او پاتې کارونه یې اوس د نامعلومو دلایلو له امله په ټپه ولاړ دي.

ورزشکاران د ياد ورزشي ځای د چارو پر نه کېدو کلکه نيوکه کوي او وايي، چې دولت تر دې دمه ورته هېڅ اسانتياوې نه دي برابرې کړې.

د سوېل ختيځ زون د اندام ښکلا او فټنس فدراسيون مشر شريف په دې اړه وويل: (( له هغو چارواکو مو دا غوښتنه ده، چې د دغه جمنازيم چارې يې په غاړه اخېستې چې ژر تر ژره د ورزشکارانو لپاره د ياد جمنازيم چارې پرمخ يوسي.))

پکتيا کې د اتحاد په نوم د فوټبال لوبډلې غړي نوراحمد حيران په دې اړه وويل: (( تاسو ته بهتره معلومه ده، چې په پکتيا کې د فوټبال لپاره يا د نورو لوبو لپاره داسې ځايونه نشته، چې هلته ورزشکاران په ډاډه زړه باندې لاړ شي او تمرينات دې پکې وکړي.))

په دې ولايت کې د بدني روزنې رياست مسوولین هم د جمنازيم د چارو ځنډ مني او وايي، ياد جمنازيم په کانګرېټي ډول جوړېدل منظور شوي و، خو اوس يې په فلزي ډول د جوړولو لپاره د نقشې تعديل ته د انتظار له امله چارې درېدلې دي.

د پکتيا د بدني روزنې رييس ګل کريم سحر په دې اړه وويل: (( د خلکو انتقادونه ټول پر ځای دي د دغه جمنازيم د جوړولو وعده چې شوې وه چې په درې میاشتو کې به يې تقريباً کارونه سرته رسېږي په دې کې به څلور نيم زره نفر ځايږي او دا د څلوېښت زره ورزشکارانو يوه غټه هيله وه، چې په پکتيا ولايت کې هېڅ جمنازيم نه وو.))

پکتیا کې یوازې د همدې جمنازیم کارونه نه دي، چې په ټپه ولاړ دي، بلکې په دې ولایت کې له څو کلونو راهيسې د زون په کچه د کرکټ لوبغالي چارې هم د پراخ فساد له امله نیمګړې دي.