مورینیو له مارکا سره په بشپړه مرکه کې له ډېرو ناویلو پرده پورته کړې

محمود خان منندوی

 مورینیو په ریال ماډریډ کې د خپلې بریالۍ دورې په اړه له مارکا سره تفصیلي مرکه کړې، دې له خپلې بریالې دورې ځيني خاطرې لري. مورینیو وايي:

 ((موږ په تر ټولو ممکن شکل سره د بارسلونا پاچاهي ختمه کړه. موږ د حریف د ګول پر دروازه تیز، مستقیم او ډېر خطرناکه حرکات درلودل او زموږ د لوبغاړو ترمنځ اړیکه تقریباً نه درېدونکې وه.))

 مورینیو د چمپیونز لیګ په نیمه پایلوبه کې د بایرن میونیک پر وړاندې د هغه لوبې په اړه چي په پینالټیو کي د ریال ماډریډ د اوټېدو سبب شوه، وویل:

 ((متاسفانه دغه فوټبال دی. کریسټیانو، کاکا، راموس، د نړۍ دریو پوره لوبغاړو چي هیڅ شک پکې نشته، پینالټۍ خطا کړې، خو هغوی هم انسانان دي. د روزونکي په حیث هغه زما یوازینۍ شپه وه، چي تر ماتې وروسته مي وژړل.))