د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر ګلبدین نایب د محمد نبي له وروستیو څرګندونو وروسته په خپلې ټویټر پاڼې په یو ټویټ کې له محمد نبي ګیله کړې، نوموړي په یو ټویټ کې لیکلي” ملګريه لومړى خپل ځان ته هم وګوره” مطلب یې د محمد نبي لوبډلمشري وه. محمد نبي له بنګله دېش سره د ټېسټ سیالي وروسته رسنیو ته یو ځل بیا وویل چې په تېر نړیوال جام کې د ماتو اصلي لامل د لوبډلمشر بدلون و، د نوموړي په خبره د ګلبدین ټاکنه په تېر نړیوال جام کې ښه پرېکړه نه وه هغه ویلي وو: (( د نړیوال جام وړاندې مونږ زوړ کپتان بدل کړ او په نړیوال جام کې د خرابو کارکردګیو اصلي علت هم د لوبډلمشر بدلون و، چې مونږ ښې لوبې و نه کړې، ګلبدین په ژوند کې هم کپتاني نه وه کړې، دا وجه وه چې مونږ له ماتو سره مخ شو. سره د دې چې موږ خرابې لوبې وکړې، خو د هند، پاکستان، سریلانکا او د ويسټ انډیز خلاف مو ښې لوبې هم وکړې.)) د محمد نبي له دې څرګندونو وروسته په نړیوال جام کې د ملي لوبډلې لنډ مهاله لوبډلمشر ګلبدین نایب هم سخت غبرګون ښودلی دی