پاکستان دوهم سعید اجمل وموند

همایون همت

پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډله د سرېلانکا خلاف یو نوی توپ ویشتونکی نسیم شاه ته چانس ورکړ؛ نسیم شاه هم له جادو کار واخیست او خپله ټوله وړتیا یې په کار واچوله، ځکه خو یې د کور دننه او بهر ډېری کرکټ مینه وال او شنونکي حیران کړل. د پاکستان چټک توپ اچونکی نسیم شاه چې د سریلنکا خلاف یې ټېسټ لوبه کې پنځه ویکټې تر لاسه کړې، تر لوبې وروسته چې پاکستان وګټله، نسیم شاه پرېس کنفرانس کې د خبریالانو پوښتنې ځوابولې چې د نیا د مرګ خبر یې واوریده، نوموړی په ژړا د کور پر لور روان شو.

پاکستانی پښتون تېز توپ ویشتونکی نسیم شاه په لمړي ځل 2017 کال کې د پاکستان پر کورنیو کرکټ سیالیو کې ولوبېده او خپل استعداد یې ښکاره کړ.

 د روزونکو او سلیکشن کمېټې ور باندې پام شو او د لا ښې روزنې په موخه یې اسلام آباد او لاهور کې یو کال مسلسل پرې کار وکړ او غټ لېول کرکټ ته یې جوړ کړ.

 سمدلاسه یې د نولسو کلنو لوبډلې ته غوره کړ، ورپسې یې psl تجارتي لیګ ته غوره کړ .

 د نړیوال کرکټ تر ټولو مهم کرکټ ټیسټ سیالیو کې یې د اسټرالیا خلاف چانس ورکړ .

 بیا یې دا ده د سریلانکا خلاف ټیسټ لوبو کې چانس ورکړ چې 5 ویکټې یې واخیستې او پاکستان یې تر بریا ورسولو.

اوس داسې ښکاري چې پاکستان دوهم سعید اجمل موندلی، که ووایو چې دوهم راشد خان یې موندلی هم کمه ده، ځکه نوموړی بې سارې وړتیا لري، ځوان دی او غوره کرکټر دی او کولای شي په ډېر لنډ او تنګ وخت کې خپل کرکټ لا نړېوال کړي، لا یې وځلوي او د نړېوالو زړونه دومره ژر خپل کړي، څومره چې امکان لري.