آی سي سي د نوښت په لټه کې ده او ډېر ژر به بریالۍ شي

ولید خپلواک

 د کرکټ نړیواله شورا غواړي په راتلونکې کې د (اېوېنټ) په نوم سیالۍ ترسره کړي چې معنا یې ده سوپر سیریز.

 په دی سیریز کې به د نړۍ ځواکمنې لوبډلې ګډون ولري، تراوسه پوري درې مخکښ هیوادونه د دی سیالیو پر چمتو کولو بوخت دي.

 استرالیا ، هندوستان او انګلستان هغه هيوادونه دي چې په نړیوال شورا کې دپیل څخه راجستر او په خپلو لیګونو ډیر مالي لګښتونه کوي.

 د کرکټ نړیوالي شورا په رسمي خبر پاڼه کې راغلي، دوی غواړي د ۲۰۲۳ م کال ورسته به هر کال د لوبډلو ترمنځ لوبې ترسره کړي. آی سي سي یا د کرکټ نړیوالي شورا لا تراوسه د ځنيو ټاپ لوبډلو سره خبرې ترسره کړي چې له ۲۰۲۳ م کال ورسته به دغه لړۍ دوام ولري.

 نړیواله شورا غواړي چې په کرکټ کې نور پرمختګونه او لا د مینوالو لپاره کرکټ خوندور کړي . کرکټ نړیواله شورا وايي په ۲۰۲۰ م کال کې به د درې لوبډلو ترمنځ لوبې ترسره شي چې پکې به هندوستان ، استراليا او انګلستان شامل دي.

 د دغې سوپر سیریز کوربتوب به درې هيوادونه کوي په سر کې هندوستان انګلستان او استراليا لوبډلې دي.

 د دی سیالیو لپاره پوره هڅه روانه ده چې د لوبډلو او دکرکټ د نړیوالې شورا سره توافق ته ورسیږي.