هند کرکټ ملي لوبډله لا پیاوړې کیږی

ولید خپلواک

 د هندو ستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه الراونډر (هارډیک پنډیا) یو ځل بیا خپلې لوبډلې ته راځي.

 پنډیا د هندوستان کرکټ ترټولو غوره بهترینه لوبغاړی دی چې په درې فارمټونو، توپ اچونه توپ وهنه کې او ورسره په څنګ کې ښه توپ نیونکی هم دی.

 پنډیاد سیپټمبر په میاشت کې د سویلي افریقا خلاف په شل اوریزه لوبه کې سخت ټپي شو، چې له هغه راورسته بیا په هندوستانۍ لوبډله کې ونه لیدل شو.

 اوس پر همدې میاشت کې پنډیا جراحي وکړه او د ډاکټرانو تر مشورې ورسته یې خپل تمرینات بیا پیل کړل.

 د هندوستان دغه پیاوړی لوبغاړی لومړۍ په الف لوبډله کې ولوبېد او له دې ورسته به په راتلونکي لوبلړ کې چې هندوستان یې په ۲۰۲۰ م کال کې د فبرورۍ په میاشت کې نیوزلنډ سره لري ممکن ولیدل شي.

 هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹ م کال په اخیر کې ویسټ انډیز ته سختې ماتې ورکړې او دا ځل د کال په سر کې د نیوزلنډ کرکټ ملي لوبډلې سره مخامخ کیږي.