پیل سيمونز: افغان لوبډله پیاوړې ده او د ماتولو لپاره یې له هرې ممکنې لارې کار اخلو
سمیع سیرت
پيل سيمنز چي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي مشر روزونکی و او د پنځوس اوريزه نړيوال جام وروستی يې د دندې وخت پای ته ورسېد، اوس تازه د ويسټ انډیز ملي لوبډلي د مشر روزونکي په توګه په دنده ګمارل شوی.
سيمنز په وروستی ترسره شوې مرکه کې وویل، وروسته له دريو کلنو څخه دا زما پر اوږو لوی مسؤليت دی، غواړم له هغه څه سره پيل وکړم چې د اوس لپاره اړين دي، د يو روزونکي په حيث زه ځان لپاره يو هدف لرم، غواړم چې لوبډله مې دوامداره ګټونکې شې او ويسټ د ډيرو لوبو د بايللو پر ځای نورې لوبې وګټي.
دا يوه ښه خبره ده چې زه د افغانستان د لوبډلې په اړه په ډېر څه پوهيږم، دا يوه ځوانه او پياوړې لوبډله ده او کولای شي مقابل اړخ خفه کړي.
افغانستان به په خپل کوربتوب ښه لوبې وکړي، زموږ لپاره به اسانه نه وي، موږ بايد ډاډ ترلاسه کړو چې موږ د هغه څه لپاره چمتو يو چې موږ ورسره لوبه کي مخ کيږو.
دواړه واره چې افغانستان ويسټ انډیز ته ماته ورکړې، زه د ياد هيواد روزونکی وم، زه غواړم دا ځل بر عکس څه ووينم.
دا به مهمه وي چې ووينو زموږ لوبغاړي څه ډول پلانونه پلي کوي.